ه أسترالیا اونوی زیلاندکښې مېشته درنو وطنوالو،

بسم الله الرحمن الرحیم

په أسترالیا اونوی زیلاندکښې مېشته درنو وطنوالو،

 

دبلخ ولایت د ۲۰۹ شاهین قول اردو کښی د یرغلګرو برید چی په تیره جمعه کښی تر سه شو مونږ ټولو غمجنې کړې، ددی

پېښې شهیدان اوټپیان افغانی ستیرې دی چی دجګړې په لومړئ کرښه کښی د تروریزم په وړاندې او دهیواد د دفاع په خاطر

ولاړ ې دی.

ددې پېښې عاملان چې څوک دی په دې اړه څیړنې دوام لری خو طالبان ا وهره ترهګرې ډلې او ددوی باندنئ باداران باید

وپوهیږی چې افغان ملت ولاړې د ی او خپل شهیدانو وین ې نه شی هېرولای، زمونږ دشهیدانو دهرې وینې څاڅکې د هیوا د

د دفاع په لو ر زمونږ شعوردی، زمونږ تاریخی پوهاوئ دی او زمونږ ملی مسوولیت څرګندوی.

په همدې اړه په آسترالیا او نوی زیلاند کښې له میشته افغانانو څخه هیله لرو چې دټولو شهیدانو او په خاصه ټوګه په بلخ کښی

د شاهین د 209 دقول اردو دشهیدانو د وینې د درناوئ په خاطر په خپلو ټولنو کښې دسپېڅلی قرأن ختمونه او دعاګانې مراسم

ترسه کړی.

مونږ یوځل بیا تعهد کوو چه د شهیدانو یادونه به ساتو او دهغوی په لارې به پرمخ ځو او د دوی او د امنیتی ځواکونو کورنیوته

خپل خواخوږئ څرګندوو.

طالبان باید پوه شی مونږ دا پېښه درانه ساتو ا وهیڅکله نه هېروو او زمونږ ستیرې چی دجګړې په لمړئ کرښه کښی ولاړې دی

دوی ته دعاګانې استوو او ورته څرګندوو چې دهغوی ترڅنګ ولاړ یوږ.

دافغانستان اسلامی جمهوریت سفارت

کنبیرا-آسترالیا